امتیاز وزیر:

پاکستان د امریکا په مرسته شویو پیسو ۷۰ زره پښتانه وژلي دي

23 دلو 1398 ساعت 9:36


د پښتون سټوډنټس فدرېشن مشر امتیاز وزیر وايي، پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا په مرسته شویو پیسو ۷۰ زره پاکستانه وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزیر چې خپله هم د شمالي وزرستان څخه بې کوره شوی زیاته کړې، چې درې کاله یې په افغانستان کې د تعید ژوند وکړ او درې میاشتې په عربي اماراتو کې تېري کړي او اوس اړ دي، چې هند ته پناه یوسي.

نوموړي له نړیوالې رسنۍ ډي ویک سره په مرکه کې زیاته کړې، پاکستان په خپله پالیسۍ کې د ترهګرۍ د ځپلو په نامه پښتون وژنه ځای کړې ده او نړیوال په یوه او بله بهانه دې لپاره غولوي چې د پښتنو ټول وژنه جاري وساتي.

دی وايي، که د پښتنو په سیمو کې نړیواله څېړنه وشي، معلومه به شي چې دا خلک ترهګر نه، بلکې ترهګرې او افراطیت پرې د پاکستان لخوا تپل شوی دی.

هغه ویلي« موږ له نړیوالې ټولنې او امریکا غواړو چې پر پاکستان فشارونه راوړي ترڅو له دې کاره لاس واخلي او پر پښتنو نظامي ځواک ونه کاروي، امریکا باید ژر تر ژره په پاکستان خپلې نظامي مرستې ودروي، ځکه پاکستان په دغو مرستو پښتانه وژني او ترهګرو ته پرې پناه او روزنه ورکوي.»

د هغه په وینا پاکستان یو وار بیا په پيښور او پښتنو سیمو کې طالبان زیات کړي او حقاني شبکې او طالبانو ته یې ازادانه دفترونه پرانیستي دي، تر څو په سیمه کې دوی ته لابي وکړي او نوې نیابتي جګړه پرې پیل کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې تېر کال په سپټمبر کې پاکستان د کشمیر موضوع دې لپاره راپورته کړه چې د اقلیتونو د ټول وژنې په تړاو پاکستان ته متوجه شوې نړۍ وغولوي او پام یې واړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124937

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124937/

جمهور
  https://www.jomhornews.com