جرمني:

د امریکا او طالبانو مذاکراتو د پرمختګ فرصت باید هېڅ لوری له لاسه ورنکړي

23 دلو 1398 ساعت 9:39

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کړی دی.


د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، هیڅ ښکېله خوا باید د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دا په ګرانه لاس ته راغلی پرمختګ له خطر سره مخامخ نه کړي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« له دوحې، کابل او واشنګټن څخه نن شپه هڅوونکي خبرونه اورو. هیڅ ښکېله خوا باید د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دا په ګرانه لاس ته راغلی پرمختګ له خطر سره مخامخ نه کړي.د دې خلاف باید ټول د معنالرونکو بین افغاني خبرو لپاره سیاسي اراده وښيي. جرمني په دې برخه کې تسهیلاتو ته تیار دی.»

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ څخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرده پورته کړې ده.

نوموړي پرون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله سره جلا جلا تلېفوني خبرو کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ولسمشر غني د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د پرمختګ هرکلی کړی ویلي یې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تشدد د دایمي کمېدو او د طالبانو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي غني لیکلي «نن زه خوشاله شوم چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ په اړه معلومات راکړل، بهرنیو چارو وزیر د تاوترخیوالي د خورا ډېر او دایمي کمښت په اړه د طالبانو له وړاندیزه خبر کړم.»

په ورته وخت کې اجراییه رييس عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي هم ویلي، د امریکا د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د دوه اړخیزې موافقې، بین الافغاني خبرو او دایمي سولې سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124938

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124938/

جمهور
  https://www.jomhornews.com