کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله:

طالبان به د پایدراه تاوتریخوالي کمولو جزیات شریک کړي

23 دلو 1398 ساعت 12:46

کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله کرن دیکر وايي، طالبان به د تاوتریخوالي کمولو په اړه خپله طرحه او د دې طرحې جزیات له افغان دولت او ولس سره شریک کړي.


کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله کرن دیکر وايي، طالبان به د تاوتریخوالي کمولو په اړه خپله طرحه او د دې طرحې جزیات له افغان دولت او ولس سره شریک کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزارت زیاتوي، مېرمن کرن دیکر دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د افغان حکومت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره کتنه کې کړې دي.

سلام رحیمي او مېرمن دیکر پرون دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه کابل کې سره کتلي او په دې ناسته کې امریکا د سفارت د سولې برخې مسوول ډنټ پراډیسو هم وو.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې دغه ناسته کې دواړو لورو د سولې د بهیر پر پرمختګونو او د قطر د خبرو پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
 
سرچنیه زیاتوي آغلې دیکر په دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې سره وویل چې طالبانو د د افغان دولت ته د تاوتریخوالي د کمولو طرحه وړاندې کړې ده او دا ډله به د خپلې طرحې جزئیات شریک کړي.

په ورته وخت د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دوحې د خبرو اترو په اړوند ویلي، د طالب زندانیانو اړوندې چارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت واک دی او په دې برخه کې حکومت پر اړینو او اغېزناکو اقدماتو کار روان کړی.

نوموړي ویلي، چې له سیاسیونو سره یې لیدنې ګټورې وې او دا څرګندوي چې ډېری سیاسیون د سولې د بهیر په ډېریو مسایلو کې له حکومت سره همغږي دي او حکومت به د ټولو سیاسیونو نظرونو او طرحو ته پام کوي.

رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وروستیو هڅو په اړه وویل چې د سولې بهیر د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com