د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وایي، دوی د افغان سولې په تړاو او د تاوتریخوالي له هر ډول مثت حرکت څخه هرکلی او ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي چې نن سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزیران د غونډې سره خبري کنفرانس ته وینا کوله و ویل، چې د ناټو متحدین د افغان سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې امریکا ناټو ته پوره معلومات ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه، ناټو هیله منه ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې نور پرمختګونه هم وشي او افغانستان له سولې او ثبات څخه برخمن شي.
د هغه په وینا چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران به سبا د افغانستان په اړه مهمه ناسته او خبرې ولري او دغه سازمان د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.
ینس سټولټنبرګ و ویل، چې له افغانستان څخه د ناټو او د هغو د متحدیتنو ملاتړ په دې موخه دوام لري، چې طالبان پوه کړل شي، چې دوی د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای.
د ناټو سرمنشي له طالبانو وغوښتل، چې باید د تاوتریخوالي کمولو او سولې لپاره جدي اراده وښي او ثابته کړي، چې دوی د تاوتریخوالي کمولو وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، د دوی او طالبانو تر منځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
په ورته وخت کې ویل کېږي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول تایید کړی او ویلي یې دي، چې طالبان باید د تړون د لاسلیک لپاره د روانې میاشتې په پای کې د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمولو لپاره جدي اراده وښي.
جمهورخبري آژانس:کابل