افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه المان هېواد ته ولاړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ولسمشر غني نن پنشنبې د سلواغې ۲۴ مه سهار کابل د مونیخ د سفر په موخه پرېښود.
نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر غني به د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډ که کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.
د نوموړي په وینا چې د مونیخ په کنفرانس کې به د افغانستان د امنیت په اړه هم د هېوادونو د مشرانو تر منځ خبرې اترې وشوې او امنیت به وارزول شي.
د یادونې ده، چې د مونیخ امنیتي کنفرانس هر کال جوړېږي او په کې د نړۍ د هېوادونو مشرانو په بېلابېلو موضوعاتو په کې بحثونه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل
.