ډاکترعبدالله له پروګل، ویلسن او پخواني ولسمشر کرزي سره لیدلي

24 دلو 1398 ساعت 8:58

د افغان حکومت اجرائیه رییس په کابل کې د المان له سفیر پیترپروګل، د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس په کابل کې د المان له سفیر پیترپروګل، د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست وایي، د ښاغلي عبدالله، پروګل، ویلسن او کرزي لیدنې پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۳ مه په سپېدار ماڼۍ کې شوې دي.

اجرائیه ریاست په بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې له دې واړه کسانو سره لیدنه او ناسته کې د افغانستان پر سولې، ټاکنو او روان امنیتي وضعیت خبرې اترې شوې دي.

سرچینه وایي، د المان له سفیر سره خبرو کې دواړه غاړو د سولې پر روانې پروسې، پدې برخه کې د المان د سهولتونو پر برابرولو او ولسمشریزو ټاکنو بحث وکړ.

عبدالله کابل کې د امریکا له شارژادفیر سره هم د سولې په برخه کې د ورستیو پرمختګونو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړې دي.

دغه راز ښاغلي عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د سولې روانې پروسې پر وروستیو لاسته راوړنو او د هېواد په روان سیاسي وضعیت بحث کړی دی.

خبرپاڼه وايي، په دې خبرو کې دواړو لورو هیله وښوده، چې د سولې روانې خبرې به د تاوتریخوالي په کمولو او په هېواد کې د اوږده جنګ د ختمېدو سبب شي.

دواړه سیاسي رهبرانو سوله د افغانانو له لومړیتوب څخه یاده کړه او هم یې پر دې ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا مرکچي پلاوی باید هر اړخیز او ټول منلی وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124973

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124973/

جمهور
  https://www.jomhornews.com