د سولې عالي شورا:

د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې تړون ډېر ژر لاسلیک شي

24 دلو 1398 ساعت 9:09

د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون به په نېږدې راتلونکې کې لاسلیک شي.


د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون به په نېږدې راتلونکې کې لاسلیک شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم د سولې د وروستیو خبرو له پیل وروسته په وار وار داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ګڼې د سولې تړون به په څو ورځو کې لاسلیک شي، خو بیا هم دا موضوع له ځینې خنډونو سره مخ شوې ده.

خو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې داسې ښکاري، چې دا ځل دواړه لوري د سولې تړون لاسلیک ته جدي دي او په نېږدې راتلوتکو ورځو کې به لاسلیک شي.

د سولې د عالي شورا اجرائیوي بورډ غړی او پخوانی طالب چارواکي عبدالحکیم مجاهد وايي، داسې ښکاري، چې د سولې تړون به په نېږدې ورځو کې لاسلیک شي.

نوموړي ویلي، په دغه تړون کې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش هم تر بحث لاندې دی او د سولې عالي شورا د دې خبرې هرکلی کوي.

تر دې وړاندې سي اېن اېن تلوېزیون هم د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی و، چې ټرمپ اداره هڅې کوي چې له طالبانو سره په لنډ وخت کې حتی د اوونۍ تر پایه داسې تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې طالبان دې ته چمتو شي چې شخړې راکمې کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د چارواکو له قوله ویلي و، امریکایي پلاوی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې تړون وکړي، خو شرط دا دی چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دغه راز روبین چې یو وخت په ملګرو ملتونو کې هم د امریکا د حکومت سلاکار پاتې شوی ویلي دي، له طالبانو سره تر موافقې وروسته به په ۱۰ ورځو کې په اسلو کې بین‌الافغاني خبرې پيلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com