د کابل لوی قاچاقبر پولیس چارواکی په ۱۷ کاله بند محکوم شو

24 دلو 1398 ساعت 10:53

لوی څارنوالۍ د کابل د پولیسو څلور لوړ پوړي چارواکي، چې نشه يي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي و، په بند محکوم کړل.


لوی څارنوالۍ د کابل د پولیسو څلور لوړ پوړي چارواکي، چې  نشه يي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي و، په بند محکوم کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا لاس په لاس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.

له هغه سره سره یو ځای دي د هغه درې نور ملګري، چې یو په کې د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریست د کشف امر لر او دوه نور افسران نورالدین او محمد عیسی هم د پولیسو له خوا نیول شوي وو.

لویه څارنوالی وايي، چې دغه څلور واړه له یوه نیم کال تر ۱۷ کاله په بند باندې محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشد رسولي وايي، له محکوم شویو کسانو میان احمد احمدي، په ۱۷ کاله او درې میاشتې بند، امر لمر په اوه نیم کاله بند، او نور الدین او محمد عیسی په یوه نیم یوه نیم کال بند محکوم شول.

د یادونې ده، چې کورنیو چارو وزارت روانې سلواغې په ۱۶ مه خبر ورکړ، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر احمد احمدي، د پنځمې حوزې له نشه یي توکو سره د مبارزې آمر، لومړی څارن اجمل، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د عملیاتي ټیم قوماندان، لومړی څارن عبادالرحمن، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کیمیاوي توکو د کنترول مدیریت مرستیال، سمونیار الله داد، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د تحلیل او ارزونې مدیریت آمر، څارمن فریدالله او د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د کشف مدیریت آمر، لومړی څارن لمر د نشه يي توکو مافیا وه او په همدې تور نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124977

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124977/

جمهور
  https://www.jomhornews.com