اروپايي ټولنه:

د تاوتریخوالي کمولو څخه د امریکا او طالبانو تعریفونه یو شان نه دي، افغان حکومت په حقه دی

24 دلو 1398 ساعت 11:00

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون وايي، د تاوتریخوالي د راکمولو څخه د امریکا او طالبانو تعریفونه یو شان نه دي.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون وايي، د تاوتریخوالي د راکمولو څخه د امریکا او طالبانو تعریفونه یو شان نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مایډون له رسنیو سره خبرو کې ویل، چې په دې برخه کې افغان حکومت په حقه دی، چې اوربند غواړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اروبند د ټنګښت په اړه د افغان حکومت دریځ په حقه دی او کابل له اوربند څخه مشخص تعریف وړاندې کوي.

خو په وینا یې د طالبانو او امریکایانو تعریفونه د تاوتریخوالي د راکمولو په تړاو ډېر توپیر لري او تعریفونه یې ترې یو شان نه دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي راکمول مشخص تعریف نه لري.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې له هوکړې وروسته باید د افغانستان په نوي حکومت کې بشري حقونو، د ښځو حقونو او ولسواکۍ ته بشپړ احترام وشي.

هغه خبرداري ورکړی، چې که له سولې وروسته دغه څه ته پاملرنه ونه شي، نو اروپايي ټولنه له افغانستان سره مرستو ته دوام نه شي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو، افغان حکومت او امریکا په دې وروستیو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی او ویل کېږي په نېږدې ورځو کې به د سولې تړون لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 124979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com