د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو جنګیالیو ته! نور په عامه ځایونو کې مه پټېږۍ

24 دلو 1398 ساعت 11:13

یوه اعلامیه چې رسنیو ترلاسه کړې، په کې د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو جنګیالیو ته امر کړي، چې نور په عامه ځایونو کې له پټېدو ډډه وکړي.


یوه اعلامیه چې رسنیو ترلاسه کړې، په کې د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو جنګیالیو ته امر کړي، چې نور په عامه ځایونو کې له پټېدو ډډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راز په یاده اعلامیه کې طالب جنګیالیو ته دا سپارښتنه هم شوې، چې د ملکي خلکو ژوند او عامه تاسیساتو ساتونې ته هم جدي پاملرنه وکړي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې طالب جنیګالیو ته دغه امر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه شوی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې پر طالب جنګیالیو د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه زیات شوی، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

سرچینه وایي، د دغه عملیاتو پر مهال ځینې وخت طالبان د ځان ساتنې په موخه په عامه تاسیساتو کې خوندي کېدل، چې په خواشنۍ سره په هوایي بریدونو کې ورسره ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښته.

د طالبانو د نظامي کمېسیون مشرانو په دې اعلامیه کې د ټولو ولایتونو طالب جنګیالیو ته امر کړی چې له دې وروسته دې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو سره د جګړې او یا هم هوايي عملیاتو پر مهال د عامه اوسېدنې له ځایونو، کورونو، جوماتونو او عام المنفعه ځایونو څخه د پټنځای په توګه استفاده نه کوي.

د طالبانو دغه اعلامیه په څو ولایتونو خصوصا په هرات کې په ډېرو سیمو ویشل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com