مولوي جلال الدین شینواري:

د امریکا او طالبانو تر منځ له تړون ۱۰ ورځې وروسته بین الاافغاني مذاکرات پیلېږي

24 دلو 1398 ساعت 13:43

پخوانی طالب چارواکی مولوی جلال الدین شنیواری وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون له لاسلیک ۱۰ ورځې وروسته بین الاافغاني مذاکرات هم پیلېږي.


پخوانی طالب چارواکی مولوی جلال الدین شنیواری وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون له لاسلیک ۱۰ ورځې وروسته بین الاافغاني مذاکرات هم پیلېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د سولې مذاکراتو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې و ویل، چې د دواړو لورو تر منځ توافق کې تر ټولو مهم ټکي له افغانستان څخه په تدریجي ډول د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوامداره کمول دي.

د هغه په وینا د سولې په تړون کې امریکايي لوري منلې، چې په تدریجي ډول به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي.

نوموړي نن پنشنبې د سلواغې ۲۴ مه له جمهور خبري آژانس سره خبرو کې دا هم و ویل، چې د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي کمولو په لس ورځنۍ موده کې به بین الاافغاني مذاکرات هم پیل شي.

د هغه په وینا په بین الاافغاني خبرو کې به د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي، چې امارت وي او که جمهوریت خبرې وشي، چې دا د سولې په تړون کې هم شته دي.

ښاغلي شنیواري زیاتوي، چې امریکا او طالبانو پرون ماښام او نن ورځ هم د تړون د لاسلیک پر مراسمو خبرې کړې او ښايي د سولې تړون د فبروری د میاشتې په وروستیو کې لاسلیک شي.

د دغه پخواني طالب چارواکي په خبره چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د لاسلیک پر مهال به د نړۍ د ځواکمنو او یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم موجود وي.

هغه دا هم زیاته کړه، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن المان ته ځي تر څو د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره په دغه هېواد کې زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې له پرمختګ وروسته د بین الاافغاني خبرو د ژر پیل په تمه دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 124990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com