ناټو: که طالبان بریدونه کم کړي، موږ به ځواکونه کم کړو

26 دلو 1398 ساعت 8:17

د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ وایي، که طالبان تاوتریخوالی راکم او سولې ته رښتینې ژمنیتا ښکاره کړي، دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.


د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ وایي، که طالبان تاوتریخوالی راکم او سولې ته رښتینې ژمنیتا ښکاره کړي، دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې د مونیخ له کنفرانس وروسته خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړی ویلي، ناټو دا مهال افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، چې په وینا یې دوی دا شمېر راکمولی هم شي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریوالی کم کړي او سولې ته په رښتینې ډول ژمنتیا وښي.

بل خوا د ناټو مشر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د سولې په تړاو یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي دي.

نوموړي لیکلي« د افغانستان د آینده په اړه مو له ولسمشر غني سره بحث وکړ. ناټو او متحدین یې په افغانستان کې د سولې زمینې برابرولو ته ژمن دي. طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو او مذاکراتو د پیلولو لپاره خپله اراده او ظرفیت وښيي.»

هغه یو ځل بیا ټینګار کړي، چې که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپله قوي اراده وښيي، ناټو به هم په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزرات په یوه اعلامیه کې تایید کړې، چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په اووه ورځنۍ ماده توافق شوی دی.

سرچینې زیاتې، چې په دغه موده کې به طالبان د سړک د غاړې ماینونه، ځانمرګي، په افغان او بهرنیو ځواکونو توغنديي بریدونه نه کوي.

طالب سرچینو هم تایید کړې، چې له امریکا سره د تاوتریخوالي کمولو په اووه ورځنۍ موده موافقه شوې، چې د تاوتریخوالي کمول به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۲ مه نېټه پیل او په ۲۹ مه به یې تړون لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 125005

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125005/

جمهور
  https://www.jomhornews.com