ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سنا جرګې له مشرې نانسي پلوسي او یو شمېر امریکايي سناتورانو سره لیدنه کې ټینګار کړي، چې د سولې فرصتونه او ګواښونه باید په دقیق توګه و ارزول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون شنبې د سلواغې ۲۶ مه د مونیخ کنفرانس په څنډه کې له مېرمن پلوسي او نورو امریکايي سناتورانو سره لیدلي دي.
ارګ په خبرپاڼه کې وايي، په دغه لیدنه کې پر امنیتي مسایلو، سولې، د سولې په اړه د ولسمشر په لیدلوري، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزې خبرې وشوې او ترهګري د سیمې او افغانستان د متحدینو لپاره ګډ دښمن وبلل شو.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر د تل پاتې او ټول شموله سولې او د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوړنو خوندیتوب لپاره د افغان حکومت لیدلوری او ژمنتیا تشریح کړه.
خبرپاڼه وایي، دغه راز ښاغلي غني د حکومت د اقتصادي برنامو، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغې وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د تغیر د څرنګوالي په اړه ځواب و وايه.
ولسمشر ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس مهال ۹۴ سلنه عملیات خپله تر سره کوي او دا وړتیا لري، چې له خپلو خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.
د سولې په اړه ولسمشر ویلي، چې د سولې فرصتونه او ګواښونه باید په دقیق ډول وارزول شي او په خبره یې افغان حکومت دغه اراده، تدبیر او وړتیا لري، چې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره فرصتونه په دقیق ډول تحلیل کړي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه راز دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا د ګټو پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې او ولسمشر و ویل، چې دواړه لوري تر اوسه پورې له منځ مهالي او اوږد مهاله ګډو ګواښونو سره مخ دي او باید د دغو ګواښونو سره په ګډه مبارزه وشي.
د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ولسمشر غني زیاته کړه، چې طالبان تر اوسه هم د نشه يي توکو په قاچاق کې دخیل دي.
دغه راز ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه و ویل، چې پاکستان لا هم په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي.
ولسمشر غني ویلي« موږ تر اوسه هم تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له لوري د پام وړ او عملي اقداماتو شاهد نه یوو او د طالبانو پټنځایونه لا هم یوه معضله ده چې باید ورته پاملرنه وشي.»
د یادونې ده، چې ولسمشر غني د مونیخ کنفرانس کې د وینا پر مهال هم و ویل، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي او لا هم هلته د طالبانو پتځایونه یوه لویه معضله ده.
جمهورخبري آژانس:کابل