د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانانو غږ کړي، چې د سولې راوستلو لپاره دې سره یو شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره د مونیخ کنفرانس په څنډه کې تر لیدنې وروسته په خپله ټوېټر پانه کړې ده.
نوموړي لیکلي، چې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې یې یو ځل بیا د ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې«خوښ یم چې نن مې یو ځل بیا په مونیخ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل. د تاوتریخوالي د کمېدو په فرصت او د ټول شموله افغان سولې د پروسې د چمتوالي په اهمیت وغږیدو. په ټولو افغانانو غږ کوو چې د دې فرصت نه ګټه واخلي او دې غمیزه دې نوره پای ته ورسوي چې د څلویښتو کالونو نه زیات وخت وشو روانه ده.»
خلیلزاد پر افغانانو دغه غږ پر داسې مهال کړی، چې ویل کېږي په نېږدې راتلونکې کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.
ویل کېږي دواړو لورو د تاوتریخوالي په کمولو موافقه کړې او ټاکل شوې، چې د راتلونکې یکشنبې ورځې وروسته د تاوتریخوالي کموالی پیل او د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه تړون لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل