د امریکا دفاع وزیر:

د سولې تړون خطرناک دی، خو هيلې ورته شته دي

27 دلو 1398 ساعت 8:58

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي سره له دې چې له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی خو بیا هم هیله مندي شته ده.


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي سره له دې چې له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی خو بیا هم هیله مندي شته ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسپېر پرون شنبې د سلواغې ۲۶ مه د مونیخ کنفرانس کې ویلي، چې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې تړون پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې شوې او اوس باید په افغانستان کې سولې ته هم یو چانس ورکړل شي.

هغه زیاته کړې«اوسمهال د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز چمتو دی، زموږ سفیر او د طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده. ډېره هیله بخښوونکې ښکاري، موږ د تېرو څو ورځو راهیسې د خپل کانګرس سره په دې اړه مشورې کوو- ما په دې اړه ډېر بحثونه کړي. په بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دي.»

اېسپېر وایي سره له دې چې له طالبانو سره تړون خطرناک دی خو لا هم هیله مندي شته چې دغه تړون د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي او دلته جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي دغه راز ویلي له ولسمشر غني سره یې هم پر افغان سوله او د سولې پر رامنځ ته شوې هوکړه خبرې کړې دي او هغه یې ملاتړ کړی دی.
د امریکا دفاع وزیر ویلي«موږ لږ تر لږه یو ساعت له هغه (ولسمشر غني) سره خبرې وکړې. زه فکر کوم چې هغه د دغه تړون ننګه کوي او موافق دی. هغه غواړي چې په دغه بهیر کې په بشپړ ډول شریک وي او ډاډه شي چې ټول افغانان سره راټول شي او په خبرو کې د ټولو نماینده ګي او یوه پایداره موافقه وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي په کمولو توافق شوی، چې له راتلونکې یکشنبې به پیل او د روان فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه به تړون لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125040

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125040/

جمهور
  https://www.jomhornews.com