کابل کې په نشه يي توکو روږدي ۹ تنه وژل شوي دي

27 دلو 1398 ساعت 10:06

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو روږدي ۹ تنه په ډزو وژل شوي دي.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو روږدي ۹ تنه په ډزو وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني نن یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره شپه ۸ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه کسان په ډزو وژل شوي خو تر اوسه یې لامل نه دی معلوم چې په څه خاطر وژل شوي دي.

د هغې په وینا هغه کس یا کسان چې پر دغه نشیانو یې ډزې کړې هم نه دي معلوم خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125042

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com