د هند د بهرنیو چارو وزیر له خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

27 دلو 1398 ساعت 10:22

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سره لیدلي دي.


د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي جي شنکر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له زلمي خلیلزاد سره د یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغان سولې په اړه هیله مندي ډېره شوې او هند په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړی او پلوي دي.

د هغه په وینا تازه معلومات ښيي، چې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او هند د دغه پرمختګونو له درکه خوښی دی.

د یادونې ده، چې جي شنکر پرون د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د خلیلزاد سره لیدلي او د سولې تر څنګ د سیمې پر روان وضعیت هم ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125044

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125044/

جمهور
  https://www.jomhornews.com