ترکیه: د اړتیا تر وخت به مو ځواکونه افغانستان کې پاتې وي

27 دلو 1398 ساعت 14:44

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، ترکي ځواکونه به تر هغې په افغانستان کې پاتي و، تر کومه وخته چې ورته اړتیا وي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، ترکي ځواکونه به تر هغې په افغانستان کې پاتي و، تر کومه وخته چې ورته اړتیا وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې کړې دي.

ارګ نن یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي او امنیتي همکاریو او د سولې پروسه باندې خبرې کړې دي.
 
ولسمشرغني په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د ترکیې د همکاریو څخه مننه کړې ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه تاریخي او دوامداره اړیکې لري.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان په سیمه کې  د اقتصادي څلور لاري په توګه د سیمې او منځنۍ آسیا، او ترکیې د سوداګریزه او ترانزیټي اړیکو غوښتونکی دی.

دغه راز ولسمشر د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې د ترکیې رول ګټور وباله او ویې ویل، چې ترهګري لا هم د ګډ دښمن په توګه د سیمې هېوادونو ته ګواښ دی.

ښاغلي غني د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پار د ترکیې رول مهم وباله له ترکیې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا ملاتړ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې مولود چاوش اوغلو و ویل هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د هېواد ځواکونه به یې د اړتیا تر وخته په افغانستان کې پاتې وي.

دغه راز هغه د سولې پروسې ملاتړ هم وکړ ویې ویل، چې ترکیه خوشپینه ده، چې د سولې پروسه بریالي او په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل




 


د مطلب کود: 125060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com