عبدالله له سکاټ مېلر او برېتانیا له سفیرې سره لیدلي

28 دلو 1398 ساعت 8:00

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د برېتانیا له سفیرې الیسن بلیک سره کتلي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د برېتانیا له سفیرې الیسن بلیک سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست په دوه جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دغه لیدنې پرون د عبدالله د کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له سکاټ مېلر سره او برېتانیا له سفري سره لیدونو کې، پر امنیت، سولې او ځینو نورو مسائلو خبرې شوې دي.

خبرپاڼه وايي، جنرال مېلر د مونیخ د امنیتي نړیوال کنفرانس او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه ډاکتر عبدالله ته معلومات ورکړل.

په دغه لیدنه کې دواړه غاړه سوله او امنیت د افغانانو او نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه یاده کړه او پدې برخه کې د افغانستان د امنیت او ملي ګټو په خوندیتوب د روانو هڅو ملاتړ وکړ.

دواړه غاړو هیله وښوده، چې طالبان به له دې فرصت څخه ګټه واخلي او په هېواد کې به د سولې او امنیت سبب شي.

دغه راز عبدالله سره لیدنه کې هم دواړو غاړو کې دواړه غاړو د سولې روانې پروسې پر لاسته راوړنو بحث او خبرې وکړې، اجرائیه رئیس سوله د افغانانو له بنیادي غوښتنو یاده کړه او د دې هڅو څخه یې ملاتړ وکړ.

همدارنګه پدې لیدنه کې پر ولسمشریزو ټاکنو هم بحث وشو، دواړه خواوو د وضعیت حساسیت ته په کتو ټاکنیزو شکایتونو ته د قانون او لویحو په رڼا کې په شفاف ډول پر رسېدنه ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125066

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125066/

جمهور
  https://www.jomhornews.com