د ملګرو ملتونو سرمشنی انتونیو ګوتریش وایي، افغان سوله له نېږدې څاري او تمه لري، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی رغنده پایلې ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان کډوالو په جوړ شوي کفنرانس په درشل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د افغان سولې د ټینګښت هڅې له نېږدې تعقیبوي او د تاوتریخوالي کمښت د سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند لپاره حیاتي دی.
د ملګرو ملتونو سرمشنی زیاته کړې، چې کړکېچ ته د هر اړخیز حل ترلاسه کول د ژوند ژغورلو او دوامداره پرمختګ لپاره اړین دی او دا مې هیله ده، چې د تاوتریخوالي د کمښت پر سر بحثونه رغنده پایلې ولري په تېره بیا هغه تاوتریخوالی چې په کې د ملکیانو ژوند ته خطر پېښېږي.
هغه ویلي«د تاوتریخوالي کمښت د سولې د داسې یوې پروسې د باور جوړونې او د ملاتړ لپاره حیاتي دی چې په مټ به یې سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند رامنځته کېږي.»
انتونیو ګوتریش ډاډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې کلک ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل