د افغان ولسمشر دوهم مرستیال:

پاکستان باید د ترهګرو د پټنځایونو پر وړاندې اقدام وکړي

28 دلو 1398 ساعت 11:09

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، پاکستان باید په دغه هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو د پټنځایونو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه په وینا یې افغان جګړه له همدې ځایه خړوبېږي.


د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، پاکستان باید په دغه هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو د پټنځایونو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه په وینا یې افغان جګړه له همدې ځایه خړوبېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان کډوالو په تړاو جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي دانش و ویل، چې لا هم ځینې ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن مرکزونه لري او دغه ډلې د کډوالو له کمپونو د افغان جګړې لپاره جنګیالي جذبوي او افغان جګړه له همدې ځایه خړوبېږي.

هغه و ویل« د ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغان دولت مخالفین په پاکستان کې د ګډوالو له کمپونو څخه جنګیالي جذبوي او د کډوالو له کمپونو څخه یې د ځانونو لپاره پټځایونه جوړ کړي او د افغان دولت پر ضد یې تخریبي جګړه پیل کړې ده، دا وضعیت د دې لامل شوی، چې لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري.»

د ولسمشر دوهم مرستیال پر پاکستان غږ وکړ، چې د ترهګرو ډولو د مرکزونو او پټنځایونو پر ضد اقدام وکړي تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

د هغه په وینا تر څو چې پاکستان د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي نه وي، تر هغې د سولې خبرې پرمختګ او د سولې تړون لاسلیک نه شي کولی د افغانستان ستونزه پای ته ورسوي.

دانش دغه راز د سولې په برخه کې د پاکستاني حکومت رول هم مهم بللی دی او په خبره یې د پاکستان همکاري کولی شي افغانستان ته سوله راولي او په سیمه کې روانې جګړې ختمې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه هم دی ځکه په سیمه کې امنیت او ثبات کولی شي، چې د دواړو هېوادونو وګړي په هوساینه او رفا کې ژوند وکړي او اقتصادي پراختیا ومومي.

د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګارو کړ، چې افغانستان د ابد لپاره نه شي زغملی، چې د نیابتي جګړو میدان وي، بلکې په وینا یې نور باید افغانستان د مرکزي اسیا په اقتصادي څلور لارې بدل شي، چې دا د ټولې سمیې او نړۍ په ګټه ده.

د ګډوالو په اړه د دانش څرګندونې:

دانش د افغان کډوالو په اړه هم ویلي چې ایران او پاکستان دې نړیوالو قوانینو ته په پام له کډوالو سره په چلند کې له نرمښت کار واخلي او دغه راز دې د کډوالو له حضور د سیاسي فشار لپاره کار نه اخلي.

نوموړي وملنه چې کډوالو به کوربه هېواد ته ځینې ستونزې هم جوړې کړې وي، خو په وینا یې خورا اقتصادي ګټه یې هم ورته اړولې او په خپلو درنو کارونو سره یې هېوادونه ورته آباد کړي دي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه، چې که څه هم په تېرو پڼځو کلونو کې میلیونونه کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو په وینا یې د ټولو کډوالو د ستنولو لپاره باید پر یوه ګډ او ګټور میکانېزم کار وشي او د هغه له مخې کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه دا هم و ویل، چې ګاونډي هېوادونه باید هغه افغان کډوالو ته چې په دغه هېوادونو کې یې پانګونه کړې اجازه ورکړی او مرسته ورسره وکړي، خپلې پانګې خپل هېواد ته ولېږدوي.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره شول په همدې خاطر پاکستان کې د دوی په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی دي، چې په کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم برخه لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 125083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com