ولسمشر غني له والیانو سره په لیدنه کې:

له خلکو سره کار وکړي، چې د سولې لپاره سره یو موټی شو

29 دلو 1398 ساعت 8:11

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ له امنیتي کنفرانس څخه راستنېدو وروسته د سولې په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره ناسته کړې.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ له امنیتي کنفرانس څخه راستنېدو وروسته د سولې په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره ناسته کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ناسته پرون دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه ماښام په ارګ کې شوې او ولسمشر غني د مونیخ کنفرانس او د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانستان د یوې نوې پروسې پر لور ځي، چې پایدار سولې ته د رسېدو فرصتونه برابره شي او ورسره د نظام بنسټونه لا پیاوړي او ټینګ شي.

نوموړي و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي شوي، له دفاعي حالت په تعرضي حالت کې دي او ملکي ادارې هم خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په خاطر د حکومتولۍ لازمې وړتیاوې لري.

ولسمشر والیانو ته په خطاب کې و ویل، چې ولس سوله غواړي نو اړینه ده، چې د خلکو له بېلا بېلو اقشارو په ځانګړي ډول عملاو، ښخو او ځوانانو سره ډېر کار وشي، تر چې د سولې او د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې سره یو موټی شي.

ښاغلي غني زیاته کړه« خلک سوله غواړي او خلکو ته د سولې معنی دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړه توګه ختم او ثبات واضح تعریف ولري، موږ د سولې خبرې ملي کړي، زموږ سوله سمتي او ډله ییزه نه ده.»

هغه د سولې د مذاکره کوونکي ټیم په اړه و ویل، چې دغه ټیم به له اصولو او واضح کړنلارو سره مذاکرې ته ولاړ شي او افغان ولس به په دې برخه کې نهايي تصمیم ونیسي.

ده زیاته کړه، چې د مذاکره کوونکي ټیم موثریت، مشارکت او د صلاحیت حدود مهم دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به د هغه صلاحیت تعین کړي.

ولسشمر وایي، د سولې مالکیت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده او د جنګ ختمول د خلکو غوښتنه ده او په مذاکراتو کې به مذاکره کوونکی ټیم د افغانستان د ټولو خلکو بنسټي حقونه په پام کې ونیسي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پاي کې له خصوصي سکتور څخه د والیانو پر ملاتړ د ټینګار تر څنګ و ویل، چې د مونیخ په کنفرانس کې د افغانستان متحدیتونو په خپل وار سره د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 125104

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125104/

جمهور
  https://www.jomhornews.com