پاکستان ومنله، چې احسان الله احسان یې له بنده تښتېدلی دی

29 دلو 1398 ساعت 8:44

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان یې له زندان څخه تښتېدلی دی.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان یې له زندان څخه تښتېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم پاکستاني چارواکو وړاندې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې وه، خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند اعجاز شاه په رسمي توګه منلې، چې احسان الله احسان له زندانه تښتېدلی دي.

خو خپله احسان الله احسان په یوه ویډیويي پیغام کې بیا ویلي و، چې ده له بنده تېښتنه نه ده کړې، بلکې د پاکستاني ځواکونو سره د یوه جوجاړي له مخې خوشی شوی دی.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې دا هم ویلي و، چې ډېر ژر به د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو د شومو پلاونو څخه پرده پورته کړي.

د یادونې ده، چې احسان الله احسان د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۱ مه د پاکستان له یوه زندان څخه په وتو بریالی شوی دی، خو معلومه نه ده، چې اوس چېرته دی.

د پاکستان له زندانه د احسان الله احسان تښتې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې خلکو په ځانګړي ډول د پښتون غورځنګ له مشرانو سره پوښتنې راولاړې کړې او له مرکزي حکومته یې په دې اړه سپیناوی غوښتی.

دغه پوښتنې ځکه راپورته شوې، چې ویل کېږي د پاکستان استخباراتي ادارې هڅه کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم د ځپلو لپاره یو ځل بیا ترهګرې ډلې وکاروي او مخه یې ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 125109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com