انتونیو ګوتریش:

د سولې فرصت باید ضایع نه شي، پاکستان د رښتینې همکاري وکړي

29 دلو 1398 ساعت 9:42

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید په هېڅ ډول ضایع نه شي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید په هېڅ ډول ضایع نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش دا خبرې پرون دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه پاکستان کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې لپاره غوره او مهم فرصت رامنځ ته شوی دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې دغه فرصت باید په هېڅ صورت ضایع نه شي او په خبره یې که ضایع شو، نو هېڅوک به د فرصت ضایع کوونکي و نه بښي.

په ورته وخت کې نوموړي پر پاکستان هم غږ کړی چې په رښتینې توګه د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده او په خبره افغانان باید له روانې خونړۍ جګړې د تل لپاره راووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com