کاپیسا: د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي

29 دلو 1398 ساعت 11:33

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د د سیمه ییزه پاڅونوالو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د د سیمه ییزه پاڅونوالو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په حاجیان سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د سنکر په نوم پوسته لومړی چاودنه او وروسته ډلیز برید کړی دی.

د هغه په وینا د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نشته.

طالبانو هم د برید مسوولیت اخیستی ادعا یې کړې، چې ۱۱ سرتېري یې وژلي او پوځي وسایل یې ترې وړي دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 


د مطلب کود: 125123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com