د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو پایلو له پروسې ووت

29 دلو 1398 ساعت 15:16

د ثبات او همپالنې ټیم د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان له پروسې ووت وایي، کمېسیون او د هغوی هر ډول پرېکړه مشروعیت نه لري.


د ثبات او همپالنې ټیم د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان له پروسې ووت وایي، کمېسیون او د هغوی هر ډول پرېکړه مشروعیت نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټیم وايي، هر ډول پایله چې د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شي دوی ته د منلو نه ده او نه هم مشروعیت لري.

د دغه ټیم لوړ پوړي غړي فضل احمد معنوي نن سه شنبې د سلواغې ۲۹ مه له ماسپښین وروسته په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي«موږ د ټاکنو پایلو له پروسې و وتلو، زموږ نه اند نه د کمېسیون په نوم کوم بنسټ مشروعیت لري او نه هم هغه پایله چې اعلانوي یې، د نه مشروعیت لامل یې هم تر لمر روښانه دي، د وخت تېرل به دغه بې عدالیتیو ته ځواب و وايي.»

نوموړي ویلي، هغه څه چې نه مو غوښتل له هغې سره مخ شو، سره له دې چې ډېره هڅه مو وکړه له پروسې سره سم ولاړ شو او لږ تر لږه په بنسټونو باور وکړ.

خو په وینا یې لېدل کېږي، چې په دې ځای کې منطق او اصول ځواب نه ورکوي او صبر او حوصله تر هغه ځایه رسېدلې، چې په پای کې وايي، هر څه چې وشول و دې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د ټاکنو کمېسیون به نن یا سبا چهارشنبې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com