له پنځه میاشتې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې:

د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړ، خو عبدالله خپله ځان بریالی اعلان کړ

30 دلو 1398 ساعت 7:56

له پنځه میاشتې ځند او کشمکشونو وروسته د ټاکنو کمېسیون پر دې وتوانېده، چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ یا نهايي پایلې اعلان کړي.


له پنځه میاشتې ځند او کشمکشونو وروسته د ټاکنو کمېسیون پر دې وتوانېده، چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ یا نهايي پایلې اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون پرون سه شنبې د سلواغې ۲۹ مه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو کې هم ولسمشر محمد اشرف غني بریالی اعلان کړ.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني وکولای شول د ډېرو رایو په ګټلو سره یو ځل بیا ټاکنې وګټي او د دوهم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.

نوموړې زیاته کړې، چې د شکایتونو کمېسیون د ټولو پرېکړو او تصمیمونو د پلي کېدو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د اساسي قانون سره سم اعلانوي.

هغې و ویل، چې په ټاکنو کې ټولې ۱۸۲۳۹۴۸ رایې د باور وړ ګڼ شوې، چې له دې شمېره ولسمشر محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې، چې د ټولو رایو ۵۰.۶۴ سلنه کېږي ګټلې او بریالی دی.

دغه راز نوموړې زیاته کړه، چې عبدالله عبدالله د ۷۲۰۸۴۱ رایو، چې د ټولو رایو ۳۹.۸۵ سلنه کېږي په دوهم قدم کې او ګلبدین حکمیتار، چې ۷۰۲۴۱ رایې، چې د ټولو رایو ۳.۸۵ سلنه کېږي ځای لري.

اغلې نورستاني و ویل، رحمت الله نبیل، ۳۳۹۱۹ چې د ټولو رایو ۱.۸۶ سلنه، فرامرز تمنا ۱۸۰۶۳ چې د ټولو رایو، ۰.۹۹ سلنه، سید نورالله جلیلي، ۱۵۵۱۹ رایې، چې د ټولو رایو، ۰.۸۵ سلنه، عبدالطیف پدرام ۱۲۶۰۸ رایې، چې ۰.۶۹ سلنه. عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۵ رایې، چې ۰.۶۴ سلنه. عبدالحکیم تورسن ۶۵۰۰ رایې، چې ۰.۳۶ سلنه. احمد ولي مسعود ۳۹۴۲ رایې، چې ۰.۴۲ سلنه. محمد شهاب حکیمي ۳۳۱۸ رایې، چې ۰.۱۸ سلنه. فاروق نجرابي ۱۶۰۶ رایې، چې ۰.۰۹ سلنه، او عبدالغفور لېوال ۸۵۵ رایې، چې ۰.۰۵ سلنه کېږي ګټلې دي.

مېرمن نورستاني و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اساسي قانون د حکم سره سم محمد اشرف غني د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلانوي او هغه ته د بریالیتوب او خلکو ته د خدمت کولو هیله لري.

خو د ټاکنو کمېسیون له دغه اعلان نېږدې څلور ساعته وروسته د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله په یوه خبري کنفرانس کې، چې د دوی ټیم بریالی دی او ډېر ژر به ټول شموله ملي حکومت جوړ کړي.

نوموړي د ټاکنو کمېسسیون له خوا اعلان شوې پایلې غیرقانوني وبللې او یاد کمېسیون یې په درغلی تورن کړ.

ده زیاته کړه، چې کمېسیون ۳۰۰ زره شکمونو، له وخت وتلې او غیر بایومتریک رایو په اړه تصمیم نیولي، چې دا کار یې د قانون سره کاملآ په ټکر کې دی او قانونيبنسټ نه لري.

دی وايي، په همدې اساس کومه پایله چې نن اعلان شوې، انتخاباتي غلا او د افغانستان د خلکو پر وړاندې کودتا، او د خلکو له رایو سره خیانت او غیر قانوني دي.

عبدالله و ویل، هغه کسانو چې په کمېسیون کې د پیسو او څه تمې په خاطر له دغه ملي پروسې سره خیانت کړی، واقعآ چې ملي خیانت یې کړي او د افغانستان خلک به یې هېر نه کړي.

ده ټینګار وکړ، چې د ثبات او همپالنې ټیم د پاکو او شفافو رایو په اساس د ټاکنو ګټونکی دی او خپل بریالیتوب اعلانوي.

عبدالله دا هم و ویل، تقلب کوونکي به تاریخ ته مختوري وي او موږ به یو ټول شموله حکومت جوړ کړو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com