د معنوي ادعا:

ډاکتر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرتابه غړي ممنوع الخروج اعلان کړي

30 دلو 1398 ساعت 8:40

د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړ فضل احمد معنوي ادعا کړې، چې د دوی د ټیم د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په حکم د ټاکنیزو کمېسیونو مشرتابه غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.


د ثبات او همپالنې ټیم ارشد غړ فضل احمد معنوي ادعا کړې، چې د دوی د ټیم د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په حکم د ټاکنیزو کمېسیونو مشرتابه غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې منعوي په خپل ټوېتر پاڼه لیکي، عبدالله دغه حکم د دې لپاره ورکړی، تر څو د کمېسیونو رهبري غړي د ده په وینا د خپل کړي خیانت په اړه ځواب و وايي.

نوموړي دا ادعا هم کړې، چې د کمېسیونو مشرتابه غړي، چې هر سفارت ته ورغلي وېزه یې نه ده ورکړې.

هغه ویلي، ارګ دوی ته سیاسي پاسپورټونه ورکړي تر څو ترکیې ته وتښتي، خو د عبدالله عبدالله په حکم ممنوع الخروج شوي تر چې د خپل کړي خیانت په اړه ځواب و وايي، او جزا ورکړل شي.

معنیوي دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون د سلواغې ۲۹ مه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې ګټونکی یې ولسمشر محمد اشرف غني شو.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې د اساسي قانون سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره ګټونکي او منتخب ولسمشر دی.

خو د ټاکنو کمېسیون له دغه اعلان څو ساعته وروسته د ثبات او همپالنې ټیم عبدالله عبدالله په یوه کنفرانس کې پایلې ونه منلې او ادعا یې وکړه، چې شفافو او بایومتریک شویو رایو پر اساس دی بریالی دی او پراخ بنسټه حکومت به تشکیل کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون وايي، عبدالله عبدالله ۳۹.۸۴ سلنه رایې وکړې، چې په دوهم قدم کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com