ټرمپ: له طالبانو سره د هوکړې امکان رامنځ ته شوی دی

30 دلو 1398 ساعت 9:23

د امریکات ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له طالبانو سره د هوکړې امکان رامنځ ته شوی او ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي.


د امریکات ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له طالبانو سره د هوکړې امکان رامنځ ته شوی او ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۍوتنیک انګلیسي د ټرمپ له خولې لیکلي، چې امریکا او طالبانو د اوږدې مودې لپاره خبرې وکړې او دغه خبرې یوې پایلې ته رسېدلې دي.

د هغه په وینا د دې احتمال شته چې ډېر ژر د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، اوس هم د امریکايي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی او د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته به امریکايي سرتېري خپل هېواد ته راګرځي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو هم تایید کړې، چې له امریکا سره د سولې خبرې پای ته رسېدلې او یوازې د تړون لاسلیک پاتې دي، چې ورته کار روان دی.

د طالبانو د قطر د فتر مرستیال رسنیو ته ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو به د فبرورۍ له ۲۲ مې پیل او د سولې هوکړه به د روان میاشتې په ۲۹ مه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125148

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com