غزني کې د د نشه يي توکو او ماین جوړولو کارخانې له منځه وړل شوې دي

30 دلو 1398 ساعت 10:40

ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو د څو پټنځایونو، د نشه يي توکو او ماین جوړولو فابرېکو له منځه وړلو خبرې ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو د څو پټنځایونو، د نشه يي توکو او ماین جوړولو فابرېکو له منځه وړلو خبرې ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډو ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای، د وسلو او مهاماتو یو زېرمتون، د ماین جوړولو یوه کارخانه او د نشه يي توکو د تولید دوه کارخانې او یو زندان چې زندانیان په کې نه و، له منځه وړل شوی دی.
 
خبرپاڼه وایي، په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه چاوېدونکي دوکي، دوه موټر سایکلونه، یو فولډر موټر او ګڼ شمېر تجهیزات او نظامي البسې د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125156

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125156/

جمهور
  https://www.jomhornews.com