د بې پولې خبریالانو ټولنه:

پاکستان دې پر رسنیو وضع کړي محدودیتونه لرې کړي

30 دلو 1398 ساعت 13:04

د بې پولې خبریالانو ټولنه له پاکستان څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې پر رسنیو وضع کړي محدویتونه لرې کړي او د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي.


د بې پولې خبریالانو ټولنه له پاکستان څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې پر رسنیو وضع کړي محدویتونه لرې کړي او د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه وایي پاکستاني حکومت له څه مودې راهیسې پر رسنیو باندې سخت بندیزونه لګولي دي.

سرچینه زیاتوي، پاکستانی حکومت دې په ټولنیزو او نورو رسنیو محدودیتونه لرې کړي او په دې توګه دې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي.

یادې ټولنې د بیان ازادۍ له نورو نړیوالو بنسټونو سره په ګډه په پاریس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان باید نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي او که په دې برخه کې همکاري و نه کړي نو له دغه هېواد به نړیوالو ادارو ته شکایتونه وکړي.

د یادونې ده، چې پاکستانی حکومت له کلونو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه وضع کوي، د رسنیو نشرات څاري او حدودو ورته ټاکي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125162

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125162/

جمهور
  https://www.jomhornews.com