د ولسمشر دوهم مرستیال:

د بن تېروتنه به بیا تکرار نه شي، د سولې پروسه کې هېڅ سیاسي ډله له پامه نه غورځول کېږي

30 دلو 1398 ساعت 13:28

د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش وايي، افغان دولت به د سولې په برخه کې د بن د ناستې تېروتنه تکرار نه کړي او هېڅ سیاسي ډله به په کې له پامه ونه غورځوي.


د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش وايي، افغان دولت به د سولې په برخه کې د بن د ناستې تېروتنه تکرار نه کړي او هېڅ سیاسي ډله به په کې له پامه ونه غورځوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه د لویې جرګې خیمه کې د شوروي وتلو لمانځ غونډه کې وینا کوله و ویل، چې د بن په ناسته کې لویه تېروتنه دا وه، چې طالبان څندې ته کړل شوي و او همدا لامل شو، چې په هېواد کې جګړه ۲۰ کاله نور هم دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې هغه تېروتنه یوه ښه تجربه وه او که غواړو، چې ثبات لرونکی نظام ولرو نو د سولې طرحه باید په داسې ډول وي، چې هېڅ ډله او قوم باید په هغې کې له پامه ونه غورځول شي، که نه بیا به همدا ناخوښۍ د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو لامل شي.

ښاغلي دانش په ټینګار سره و ویل، که د بن په ناسته کې دا تېروتنه نه وای شوې، ۱۸ کاله به تاوتریخوالی نه و او نه به هم سولې ته اړیتا وه.

د هغه په وینا نن بیا له طالبانو سره د سولې خبره په لومړیتوب کې ده او د یوې مهمې ملي موضوع په توګه مطرح شوې، چې اوس یوه حساس او مهم پړاو ته رسېدلې ده.

نوموړی وایي، حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو هرکلی کوي خو اصلي سوله به د افغان دولت او طالبانو تر منځ په مخامخ خبرو کې وي.

دی وایي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ له هوکړې وروسته باید د مذاکراتو لړۍ د افغانانو په مالکیت کې وي، مذاکره کوونکی ټیم باید د دولت په محوریت کې په داسې شکل وي، چې د ټولو خلکو استازیتوب وکولی شي.

خو ویې ویل، که طالبان له ترهګرو ډولو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، نو که هر څو اوربند وشي په افغانستان کې به تل پاتې سوله رامنځ ته نه شي.

د هغه په وینا طالبان باید له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، د هېواد د نورو وګړو په شان عادي ژوند ته راوګرزي او په ملي حاکمیت کې ګډون وکړي.

دانش وايي، د سولې اصلي شرط دا دی، چې تاوتریخوالی په داسې ډول کموالی ومومي، چې پر دوام یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرو او دایمي اوربند ته لار هواره شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ، چې افغانستان د ۲۰۰۱ کال په شرایطو کې نه دی، چې د قدرت په خلا کې قرار ولري، بلکې اوس پر اساسي قانون ولاړ یو مشروع نظام لري، نو ځکه هېڅ ډله حق نه لري، چې د افغانستان د خلکو په غیاب کې کوم تصمیم ونسي او داسې یوه پرېکړه وکړي، چې د افغانستان خلکو ته د منلو نه وي.

دی وایي، سولې پروسه کې باید ټول قومونه او سیاسي ګوندونه برخه ولري او داسې یوه سوله رامنځ ته شي، چې پایلې یې ټولو خلکو ته د منلو وي او ټول په کې ځان و ویني.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 125165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com