ټیفا د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړه ناقصه وبلله

30 دلو 1398 ساعت 14:46

د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار بنسټ یا تیفا وايي، ټاکنو کمیسیون خپله وروستۍ پرېکړې په بېړه او د ټاکنیزو شکایتونو له پوره څېړنې پرته اعلان کړې ده.


د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار بنسټ یا تیفا وايي، ټاکنو کمیسیون خپله وروستۍ پرېکړې په بېړه او د ټاکنیزو شکایتونو له پوره څېړنې پرته اعلان کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد بنسټ نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ټاکنې یوازې د ګټونکو او بایلونکو ټکټونو لپاره نه دي، بلکې په وینا یې دا پروسه د ټاکنیزو قوانینو بشپړ تطبیق دی څو له مخې یې داسې پایلې راووځي چې د نظام مشروعیت هم په بشپړه توګه تظمین کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، د دوی موندنې ښیي چې په یو شمېر ولایتونو کې د بیا شمېرنې او ځانګړي تفتیش په برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون شاوخوا ۲۰ سلنه پرېکړې نه دي تکمیل شوې.

تیفا دا ادعا هم کړې، چې د رایو ځانګړی تفتیش د شپې او د کورنیو او نړیوالو ناظرینو له حضور پرته ترسره شوی دی او د ټاکنو کمېسیون خپله وروستۍ پرېکړه په عجولانه توګه اعلان کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو روڼتیا د څار بنسټ زیاتوي، چې دې پرېکړې دوی اندېښمن کړي او دا چاره کولی شي د سولې پروسه هم له بندښت سره مخ کړي.

د یادونې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځه میاشتو ستونزو او جنجالونو وروسته پرون سه شنبې د سلواغې ۲۹ مه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د یاد کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې ولسمشر غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره د اساسي قانون سره سم د ټاکنو ګټونکی او د پنځو کلونو لپاره د افغانستان منتخب ولسمشر دی.

خو د ټاکنو کمېسیون دغه اعلان د ځینو انتخاباتي ټکټونو له توغند غبرګون سره مخ شوی وایي، دوی ته دا پایلې د منلو نه دي.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله خپل ځان بریالی اعلان کړی او وایي، ډېر ژر به ټول شموله حکومت جوړ کړي.

دغه راز د ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبیل هم نن په یوه کنفرانس کې و ویل، چې د ټاکنو دا پایلې ورته د منلو نه دي او دا افغانستان د بحران خوا ته بیايي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125171

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125171/

جمهور
  https://www.jomhornews.com