ملګري ملتونه:

د نوي افغان حکومت هرکلی کوو او ګډ کار ته ورسره چمتو یو

1 حوت 1398 ساعت 8:18

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د نوي افغان حکومت د راتلو هرکی کړی وایي، دوی سره ګډ کار ته چمتو دي.


په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د نوي افغان حکومت د راتلو هرکی کړی وایي، دوی سره ګډ کار ته چمتو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې شفافې ټاکنې او د پایلو اعلان د یونما غوښتنه وه او ټاکنې د افغانانو حق دی.

اعلامیه زیاتوي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د نوي حکومت هرکلی کوي او چمتو دي چې ګډ کار ورسره وکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي«د کاندیدانو او د هغوي د پلویانو د اندیښنو نه خبر یو.»

خو په وینا یې ملګري ملتونه به د ټولو سیاسي ګوندونو په شمول د افغانستان د ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي او د کاندیدانو د غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د انتخاباتو د تنظیم ادارو ته بې پرې او تخصصي سلا مشورې ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com