۰
د تاوتریخوالي کمولو هوکړې جزیات:

طالبان ۸۰ سلنه بریدونه کموي، پر لویو لارو به بریدونه نه‌کېږي

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۰
د امریکا او طالبانو تر منخ د تاوتریخوالي کمولو هوکړې ځینې جزیات په ډاګه شوي او ویل کېږي طالبان به خپل بریدونه ۸۰ سلنه کم کړي.
طالبان ۸۰ سلنه بریدونه کموي، پر لویو لارو به بریدونه نه‌کېږي
د امریکا او طالبانو تر منخ د تاوتریخوالي کمولو هوکړې ځینې جزیات په ډاګه شوي او ویل کېږي طالبان به خپل بریدونه ۸۰ سلنه کم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، اوس مهال طالبان د ورځې ۷۵ بریدونه کوي، خو د تاوتریخوالي کمولو اونۍ کې به دغه شمېر ۱۵ ته راټیټ کړي.

ځینو دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي، په دغه اوونۍ کې به طالبان پر هېڅ ښار برید نه کوي، د امریکايي ځواکونو په مرکزونو به برید نه کوي، د افغان ځواکونو لوی نظامي مرکزونه لکه قول اردوګانې او کنډکونه به تر برید لاندې نه ‌راځي او پر لویو لارو به هم د طالبانو له‌ خوا هېڅ ډول نظامي عملیات نه‌کېږي.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي کمېدو له پیل سره سم به افغان او امریکايي ځواکونه هم پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات نه‌کوي.

خو په وینا یې که چېرې طالبان پر افغان ځواکونو کوم برید کوي، افغان ځواکونه به دفاع کوي او امریکايي لوری به د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

همدارنګه سرچینې زیاته کړې، د تاوتریخوالي د کمېدو د نېټې پر مهال به د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ګډه نظامي شبکه جوړېږي چې په ورځني ډول له دې بهیر څارنه وکړي او ټول معلومات‌ یې په دوحه کې له طالب لوري سره شریک کړي.

د یادونې ده، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په وینا  د تاوتریخوالي د کمېدو نېټه به تر پنځو ورځو وروسته پیل شي.

نوموړي د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو په ګډه غونډه کې وویل د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې مرحلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه دا هم و ویلي، چې دوی به وضعیت ته په دقت ګوري، د طالبانو د بریدونو د مهار لپاره چمتوالی لري او د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه به دفاع وکړي.

خو دا کره نه‌ده چې اوربند به افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو له پیل وړاندې عملي شي او که د دواړو لورو ترمنځ به د سولې خبرې اوربند ته زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي