ملګري ملتونه:

په تېرو دوه میاشتو کې افغانستان کې ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

1 حوت 1398 ساعت 13:15

د ملګروملتونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي په تېرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.


د ملګروملتونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي په تېرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، چې د دغه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله څه باندې یو میلیون افغانان له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.

دغه راز یادې ادارې ویلي، چې جګړې تېره میاشت د ۲۷۵ روغتیايي مرکزونو پر فعالیتونو ناوړه اغېزه کړې ده، چې له دې شمېرې ۲۰۷ مرکزه تړل شوي او ۳۳ نور ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د دولت وسله ‌والو مخالفینو د فبروري له اتمې څخه نیولې تر اوسه یواځې په پکتیا ولایت کې ۴۵ روغتیايي مرکزونه تړلي دي او اوس هلته یوازې یو روغتون او ۱۱ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

د راپور په بنسټ د دغو مراکزو د تړل کېدو له امله، شاوخوا یو میلیون نفره نشي کولی چې اصلي روغتايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

خو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د دغو مرکزونو د بېرته پرانیستلو لپاره د ټولنې د مشرانو او وسله ‌والو مخالفینو ترمنځ مذاکرات دوام لري.

دغه راز راپور زیاتوي، په تېره یوه اونۍ کې شپږ روغتیايي مرکزونه په لغمان ولایت کې هم تړل شوي، چې له امله یې د دغه ولایت لسګونه زره اوسیدونکي له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com