د کویټ، اروپايي ټولنې، یوناما او امریکايي سناتورانو وروسته هند هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلي بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
هند هم غني ته په ټاکنو کې د بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې
1 حوت 1398 ساعت 14:05
د کویټ، اروپايي ټولنې، یوناما او امریکايي سناتورانو وروسته هند هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلي بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
د کویټ، اروپايي ټولنې، یوناما او امریکايي سناتورانو وروسته هند هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلي بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په خپاره کړي پیغام کې راغلي، هند د افغانانو د جمهوري غوښتنو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره له کابل سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.
دغه د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ د بهرنۍ ناوړه پدیدې په مقابل کې له افغان حکومت سره د سولې او مفاهمت له لارې په ګډه ستراتېژیکه ملګرتیا ټینګار لري او دا ملګرتیا به دوامداره وساتي.
هند هیله مندي ښودلې چې د افغانستان ټول سیاسي لوري او مشران به د قومي یووالي د پیاوړتیا، مشارکت او ملي منافعو د خوندي ساتلو لپاره سره یوه خوله شي.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 125206
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125206/