د مالي اقدام ځانګړې ډلې پاکستان ته څلور مياشتې وخت کې وکړی چې د دې بنسټ له خړ لېست څخه د وتلو لپاره اقدام وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې ډلې پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د روان کال تر جون میاشتې پورې دې اقدام وکړي او که اقدام ونکړي د دې بنسټ په تور لېست کې به شامل شي.
پاکستان دمګړی د ترهګرۍ ملاتړ، پیسو مينځلو او ځینو نورو عواملو له امله د دغه سازمان په تور لېست کې دی.
دې ډلې د ايران دولت ته هم توصیه کړې چې نورو هېوادونو ته ورته دې د مالي اقدام د ځانګړې ډلې ټولو ستندردونو ته ژمن پاتې شي او له ترهګرو سره د مبارزې، پيسو مينځلو او د ترهګرو د مالي ملاتړ په برخه کې دې لازمې هڅې وکړي.
د دې ډلې له لوري په پاريس کې په جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو، د پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک او يو شمېر نورو سازمانونو دوه سوه پنځو استازو ګډون کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل