ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره کړې راپور کې ویلي، چې جګړو په تېر کال کې لس زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېر کال کې د جګړو له امله ۳۴۰۳ کسه ملکیان وژل شوي او ۶۹۸۹ کسان نور ټپیان دي.
راپور کې ټینګار شوي، چې اوس وخت د دې دی، چې ښکېلې خواوې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي.
په دې راپور کې د یونما د مشر له خولې ویل شوي، چې د سولې لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی نو ښکېلو لورو ته په کار ده چې دغه فرصت ضایع نه کړي او د دایمي سولې لپاره ګټه ترې واخلي.
ملګرو ملتونو په دې اعلامیه کې د تاوتریخوالي کمولو له روان بهیر هم هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي.
د یادونې ده، چې د جګړې د ښکېلو لورو له خوا د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې د نسبي اوربند یا تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوې ده.
دغه لړۍ به تر یوې اوونۍ پورې دوام وکړي او ټاکل شوې، چې د کب میاشتې په لسمه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل