کابل کې د امریکا سفیر:

د تاوتریخوالي کمېدل پیل شوي خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده

3 حوت 1398 ساعت 10:01

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر روز ویلسن وايي، د تاوتریخوالي کمېدل پیل شوي، تاوتریخوالی کم شوی خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.


په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر روز ویلسن وايي، د تاوتریخوالي کمېدل پیل شوي، تاوتریخوالی کم شوی خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن په یوه ټوېټ پیغام کې د تاوتریخوالي کمولو د اقدام هرکلی دی خو وایي لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې امریکا په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمنه ده او هڅه کوي، چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.

کابل کې د امریکا سرپرست سفیر تمه ښودلې، چې ډېر ژر به بین الاافغاني خبرې پیل شي او دا د جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو مهم ګام دی.
 
د یادونې ده، چې جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د تېرې شپې له ۱۲ بجو پیل شوی او تر یوې اوونۍ به دوام وکړي.

امریکايي او طالب چارواکي وایي، د دغه اوونۍ په پای د کب په ۱۰ مه به د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125230

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125230/

جمهور
  https://www.jomhornews.com