کاپيسا کې د دوه ښځو په ډګډون ۱۲ داعشیان وژل شوي دي

3 حوت 1398 ساعت 10:55

سیمه ییز چارواکي وایي، کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ۱۲ غړي وژل شوي، چې دوه په کې ښځې دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ۱۲ غړي وژل شوي، چې دوه په کې ښځې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش زیاتوي، چې دغه عملیات د ملي امنیت ځواکونو له خوا د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي.

نوموړي زیاته کړه، دغه عملیات چې تېره شپه ناوخته پیل شوي و په کې ۱۲ داعشیان وژل شوي، چې دوه په کې ښځې دي.

د هغه په وینا په عملیاتو کې درې نور وسله وال هم ټپيان شوي او شپږ تنه یې نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 


د مطلب کود: 125233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com