۰

عبدالله په ځینو ولایتونو کې د والیانو په ګمارلو لاس پورې کړی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم په ځینو خپل سریو لاس پورې کړی او په تازه اقدام کې یې ځینې ولایتونو ته والیان ټاکلي دي.
عبدالله په ځینو ولایتونو کې د والیانو په ګمارلو لاس پورې کړی
په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم په ځینو خپل سریو لاس پورې کړی او په تازه اقدام کې یې ځینې ولایتونو ته والیان ټاکلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکي او ولسمشر محمد اشرف غني اعلان کړ خو عبدالله وايي، دوی بریالي دي او ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

دغه ټیم په تازه اقداماتو کې نن شنبې د کب ۳ مه د سرپل، بغلان لپاره نوي والیان ټاکلي دي.

د عبدالله د ټیم پلویانو نن سهار په سرپل ولایت کې د ولایت پر مقام ودانۍ هم هجوم وروړی او دغه وداني یې ولکه کړې ده.

له دې سره سم عبدالله عبدالله په خپل حکم د سرپل ولایت لپاره محمد نور رحماني او د بغلان ولایت لپاره جنرال مصطفی محسني د والیانو په توګه ټاکلي دي.

د دې تر څنګ عبدالله په خپل حکم د پنجشېر ولایت برحاله حکومتي والي پر خپل ځای د پاتې کېدو حکم ورکړی دی.

ویل کېږي د پنجشېر والي له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم له جمهور خبري آژانس سره خبرو کې تایید کړه، چې دغه والیان د عبدالله په حکم معرفي شوي او په راتلونکو ورځو کې به نور والیان هم وټاکل شي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون هم ولرو، خو له پرلسې تلېفوني اړیکو مو د ارګ له ویاندویانو هېڅ معلومات تر لاسه نه کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي