۰
شنوونکي:

امریکا د ثبات او همپالنې ټیم د بحران په واسطه غواړي طالبان واک ته ورسوي، د غټانو ویروس د کرونا تر ویروس خطرناک دی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د ثبات او همپالنې ټیم له خوا وروستیو حرکتو ته په اشارې یو شمېر سیاسي شنوونکي وايي، امریکا هڅه کوي، د ثبات او همپالنې ټیم د بحران رامنځ ته کولو په واسطه طالبان واک ته ورسوي.
امریکا د ثبات او همپالنې ټیم د بحران په واسطه غواړي طالبان واک ته ورسوي، د غټانو ویروس د کرونا تر ویروس خطرناک دی
د ثبات او همپالنې ټیم له خوا وروستیو حرکتو ته په اشارې یو شمېر سیاسي شنوونکي وايي، امریکا هڅه کوي، د ثبات او همپالنې ټیم د بحران رامنځ ته کولو په واسطه طالبان واک ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شنوونکي وايي، د یو شمېر غټانو یا سیاسیون دغه ډول حرکات د افغانستان له پاره د کرونا تر ویروس هم خطرناک دي.
 
شنوونکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو نن په سرپل ولایت کې د ولایت مقام ودانۍ نیولې او عبدالله عبدالله هم ورته نوی والي معرفي کړی دی.

دغه راز اجرائیه ریاست هم تایید کړې، چې د سرپل او بغلان نوي والیان د عبدالله په حکم معرفي شوي او د پنجشېر والي هم د دغه په حکم پر خپل ځای ټاکل شوی دی.

عبدالله د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته، چې ولسمشر غني وګټلې او ولسمشر شو وروسته ویلي و، چې ټاکنې ده ګټلې او ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

اوس سوال دا دی، چې روانې ناندرۍ او سیاسي کشمکشونه به د هېواد برخلیک له څه سره مخ او په کوم لوري به یې یوسي.

سیاسي شنونکي دغه حالت ته اندېښمن ښکاري وایي، دا هر څه د امریکا په اشاره روان دي، او امریکا هڅه کوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم په واسطه بحران رامنځ ته او طالبان واک ته ورسوي.
 
د سیاسي چارو شنونکي اکبرجان فولاد نن شنبې د کب ۳ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل«اوسنۍ بحران د افغانانو زېږنده نه دی، دا بحران د بهرنیو پر مټ چې په سر کې یې امریکا ده رامنځ ته شوی، دا د سولې له پروسې سره نېغ اړیکه لري، چې تر شاه یې امریکا ده او هڅه کوي، چې د بحران په رامنځ ته کولو په افغانستان کې خپل اهداف پلي کړي.»

نوموړی ټینګار کوي، چې اوسنۍ سناریو هم د نړیوالې ټولنې چې په سر کې یې امریکا ده، له پټې خولې راپورته شوی او هغوی هڅه کوي، چې د ټاکنو پایلې د انتخاباتي ټکټونو له خوا ونه منل شي، تر څو دوی اسانۍ خپل اهداف وپالي.

د هغه په وینا د دوی لپاره مهمه نه ده، چې څوک او څه ډول حکومت په افغانستان کې رامنځ ته کېږي او څوک واک تر لاسه کوي، بلکې ورته مهم یې خپل اهداف دي.
 
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا د بحران په رامنځ ته کولو څه غواړي تر لاسه یې کړي و ویل«د افغانستان خلک په هېڅ ډول نه غواړي، چې طالبان په حکومت کې و ویني، چې لاس بري وي، خو امریکا دا نه غواړي او هڅه کوي، چې د بحران په رامنځ ته کولو طالبانو ته زیات امتیاز ورکړي.

دی وايي، د افغانستان خلک جمهوریت غوښتونکي دي، خو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم په دې نه پوهېږي، چې امریکا د دوی پر مټ له بحران رامنځ ته کولو څه غواړي، بلکې دې ته خوښ دي، چې نړیوالو ټولنه او امریکا د ټاکنو په اړه خاموشي غوره کړې.

ښاغلی فولاد وایي، فکر کوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم د اویایمو کلونو په فکر کې دي، پرته له دې، چې نن د افغانستان د خلکو لپاره جمهوریت د څښاک د اوبو حثیت لري او د یوه مرکزي او قوي حکومت غوښتونکي دي.
 
نوموړی زیاتوي، چې پخوا هم د دغه ډلو له خوا ۴۰ کلنې جګړې د واک او قدرت تر لاسه کولو په خاطر وې نه خلکو ته د خدمت کولو، خو زیاتوي، چې د افغانستان خلک نور د قدرت دا وږي پېژني او ملاتړ به یې ونه کړي، بلکې دا وضعیت به څو ورځې ځینې ستونزې رامنځ ته کړي او بس.
 
د فولاد په وینا د دغه بحران او جنجال څخه د راوتلو غوره لار دا دهو چې دوی د خلکو رایو ته درناوی وکړي او داسې یو حکومت رامنځ ته شي، چې د خلکو په خوښه وي.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد محمد ناصر عارفي هم په خپله فسبوک پاڼه اوسني وضعیت ته په اشارې لیکلي، چې د غټانو ویروس د کرونا تر ویروس د هېواد لپاره خطرناک دی.

د هغه په وینا دا ځکه خطرناک دي، چې د ځینو لویانو د دغه ویروس ستنې پر جنګ، واک، قدرت، زورواکۍ، خپل سرۍ، شخصي، حزبي او قومي ګټو ولاړ دی، چې تل د بې ګناه افغانانو ژوند اخلي او اخیستی یې دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي