۰
د عبدالله وروستیو اقداماتو ته د یوناما غبرګون:

غیر قانوني کړنې به د سولې په اړه د خلکو هیلې له اندېښنې سره مخ کړي

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یا یوناما د ثبات او همپالنې ټیم د مشر عبدالله عبدالله وروستیو اقداماتو ته چې د ځینو ولایتونو والیان یې معرفي کړي غبرګون ښودلی دی.
غیر قانوني کړنې به د سولې په اړه د خلکو هیلې له اندېښنې سره مخ کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یا یوناما د ثبات او همپالنې ټیم د مشر عبدالله عبدالله وروستیو اقداماتو ته چې د ځینو ولایتونو والیان یې معرفي کړي غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله چې په ټاکنو کې یې ماتې وخوړه خو دی ځان بریالی ګني او د ټول شموله حکومت رمنځ ته کولو خبر یې ورکړی، نن د سرپل او بغلان ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي او د پنجشېر والي یې پر خپل ځای پرېښي دی.

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې د بغلان او سرپل نوي والیان د عبدالله په حکم ټاکل شوي او د پنجشېر والي یې هم پر خپله دنده پرېښی دی.

هغه دا هم و ویل، چې ډېر ژر به اجرائیه رییس د ځینو نورو ولایتونو لپاره هم والیان معرفي کړي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د عبدالله عبدالله له لوري د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو پر ټاکل کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، غیر قانوني کړنې کولی شي چې د سولې په اړه د خلکو هیلې له اندېښنې سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي