امریکا د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله افغانستان ته لېږي

4 حوت 1398 ساعت 7:13

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله به په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ولېږل شي.


امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ځانګړو عملیاتو د تنظیم یوه ډله به په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ولېږل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې د کلورېدا د ملي ګارد یوه ډله به په نېږدې ورځو کې افغانستان ته ولېږل شي، چې هلته به له امریکايي ځواکونو سره د عملیاتو په تنظیم او پلانولو کې همکاري کوي.
 
سرچینه زیاتوي، دغه دېرش کسیزه ډله به یو کال په افغانستان کې فعالیت کوي.

امریکایي چارواکو ویلي، دوی په دوره يي توګه خپل سرتېري بدلوي او اړتیا ته په کتو ځینې ځانګړې ډلې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کمزوریو د له منځه وړلو لپاره لېږي.

امریکا داسې مهال دغه ډله افغانستان ته لېږي چې له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته باید دوی خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com