عمران خان:

د افغانستان د سولې بهیر په سم لوري روان دی

4 حوت 1398 ساعت 7:27

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، سره له دې، چې افغانستان کې د اوږدې جګړې پای ته رسول اسانه کار نه دی، خو بیا هم په دغه هېواد کې د سولې هڅې ښې خوا ته روانې دي.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، سره له دې، چې افغانستان کې د اوږدې جګړې پای ته رسول اسانه کار نه دی، خو بیا هم په دغه هېواد کې د سولې هڅې ښې خوا ته روانې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان ټینګار کړي، چې په لومړي ځل په افغانستان کې د سولې هڅې او دغه بهیر په سم لوري روان شوی دی.

دی وايي، په افغانستان کې پوره ۱۹ کاله جګړه شوې نو له دې امله دا تمه نه شي کېدای، چې دغه جګړه دې دومره ژر ختمه شي.

هغه ویلي، پاکستان د ده د حکومت پر مهال له افغان سولې سره بې کچې همکاري کړې ده او لا به هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

عمران خان د تاوتریخوالي کمېدو روان بهیر هم خورا مهم بللی دی او هیله یې څرګنده کړې دا د سولې لپاره یو مهم او ګټور ګام شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي هم ویلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات د پاکستان د صادقانه هلو ځلو نتیجه وه.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان له هلو ځلو پرته امکان نه و، چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي او امریکا ته دې دا قناعت ورکړل شي، چې خبرې بیا پیل کړي.

قریشي وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ تړون به د پاکستان په موجودیت کې لاسلیک کېږي ځکه په وینا یې له پاکستان پرته دا کار ناممکن و.

دغه راز قریشي دا هم زیاته کړې، چې له دې وروسته به د بین الاافغاني مذاکراتو د پیلولو په اړه هم هلې ځلې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 125256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com