خلیلزاد له جنرال دوستم سره لیدلي

4 حوت 1398 ساعت 8:49

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون شنبې د کب ۳ مه جوزجان کې له دوستم سره لیدلي، خو د خبرو په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې ویل کېږی، چې خلیلزاد له جنرال دوستم سره د ټاکنو پر پایلو د وروستیو راپورته شویو ناندریو او دغه راز د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني په کې ګټونکی او ولسمشر شو، جنرال دوستم د ثبات او همپالنې ټیم د مشر عبدالله عبدالله د دریځ پلوي وکړه.

عبدالله د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته و ویل، چې ګټونکي دوی دي، پایلې ورته د منلو نه دي او ډېر ژر به ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي.

تر دې وروسته له پرون راهیسې عبدالله د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو په ګمارولو لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې د یې د بغلان، سرپل، پنجشېر ولایتونو لپاره په خپل حکم والیان ټاکلي.

ملګرو ملتونو او ناټو د عبدالله د دغه وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، دي، چې خپل سرې کړنې به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 125263

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125263/

جمهور
  https://www.jomhornews.com