د عبدالله وروستیو اقداماتو ته د سیمه ییزه ارګانونو ادارې غبرګون!

د کوټې شورا هم والیان معرفي کوي

4 حوت 1398 ساعت 9:54

د سیمه ییزه ارګانونو اداره د افغان حکومت د اجرائیه رییس او د ثبات او همپالڼې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وروستیو اقداماتو ته په غبرګون کې وایي، د والیانو دا ډول ټاکنو د کوتې شورا له خوا د والیانو ټاکنو ته ورته ده.


د سیمه ییزه ارګانونو اداره د افغان حکومت د اجرائیه رییس او د ثبات او همپالڼې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وروستیو اقداماتو ته په غبرګون کې وایي، د والیانو دا ډول ټاکنو د کوتې شورا له خوا د والیانو ټاکنو ته ورته ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله له تېرې ورځې راهیسې ځینې ولایتونو ته د والیانو په ګمارلو لاس پورې کړی دی.

د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې د عبدالله په حکم، د بغلان، سرپل او ځینو نورو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي او د ځینو نورو لپاره به یې هم وټاکي.

د عبدالله وروستیو اقداماتو په کور د ننه او بهر غبرګونو راپارولي او د دغه له دې اقدماتو یې اندېښنه ښودلې ده.

یوناما او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي، خپل سري اقدامات به د سولې پروسه زیایمنه کړي، نو ځکه له سیاسیونو غواړي، چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

خو د افغان حکومت د سیمه ییزه ارګانونو اداره د عبدالله اقداماتو ته په غبرګون کې اندېښنه نه شي وایي، د هغه د والیانو معرفي کول هم د کوټې د شورا د والیانو د معرفي کولو په شان دي، چې نه یې څوک پر ټاکل کېدو خبرې او نه هم په لرې کېدو.

د یادې ادارې ویاند سیدشاه سقیم نن یکشنبې د کب څلورمه جمهور آژانس سره خبرو کې و ویل، چې په هېڅ ولایت کې هم ستونزه نشته، بلکې د حکومت ټول برحاله والیان په خپل کار بوخت دي.

سقیم د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږي ښاغلي عبدالله ځینو نورو ولایتونو ته هم والیان ټاکلي و ویل« په هېڅ ولایت کې ستونزه نشته زموږ برحاله والیان په خپل کار دي، د ځینو کسانو له خوا د والیانو معرفي کول هم د کوټې شورا د والیانو د معرفي کولو په څېر دي، چې نه یې څوک پېژني او نه هم ترې خبر وي.»

هغه د سرپل په اړه و ویل، چې هلته یو شمېر خلکو په اعتراض لاس پورې کړی و او یو کس یې د والي په توګه له ځان سره راوستی و، خو د دې لپاره چې د خلکو ستانه او ځان د حکومت لپاره لومړیتوب لري نو له زور څخه ورسره کار وانخستل شو.

د هغه په وینا د سرپل برحاله والي په خپل ځای دی او هلته له متعرضینو سره خبرې تر ډېره حده مخکې تللې او ژر به دغه ستونزه هواره شي.

نوموړي له عبدالله څخه د پنجشېر د برحاله والي د ملاتړ خبر رد کړه ویې ویل، چې هغه له چا ملاتړ نه دی اعلان کړی بلکې له ولسمشر سره یې اړیکه کړې او مشوره یې ورکړې، چې په راتلونکي حکومت کې باید ټول لوري په پام کې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 125271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com