افغانستان د کرونا ویروس د مخینوي لپاره د ایران سره پولې تړلې

5 حوت 1398 ساعت 8:00

وروسته له هغې، چې په ایران کې د کرونا ناروغۍ مثبتې نښتې ثبت شوې، افغانستان له دغه هېواد سره په موقت ډول هر راز هوايي او ځمکنی تګ راتګ بند کړی دی.


وروسته له هغې، چې په ایران کې د کرونا ناروغۍ مثبتې نښتې ثبت شوې، افغانستان له دغه هېواد سره په موقت ډول هر راز هوايي او ځمکنی تګ راتګ بند کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون یکشنبې د کب ۴ مه په همدې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کار یې د کرونا ناروغۍ د مخینوي په موخه کړې دی.

دغه غونډه چې د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکتر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه، چې له نورو هېوادونو څخه د کرونا ویروسو د راتګ د مخنیوي لپاره دې له ایران او پاکستان څخه د هګیو، چرګانو او د چرګانو د غوښې واردات ودرول شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي، چې تراوسه پورې په افغانستان کې په کرونا ویروسو د چا د اخته کېدو هېڅ قضیه ثبت شوې نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات ولایت کې د یادې ناروغۍ درې مشکوکې پېښې ثبت شوې او د ناروغانو معاینات یې کابل ته د ازموینې لپاره لېږلي دي.

د هرات روغتیایي چارواکي وايي، دغه کسان چې شکمن ناروغان دي د ایران له قم ښار څخه چې ایران کې د کرونا لومړۍ پېښې په همدې ښار کې ثبت شوې وې، هرات ته راغلي دي.

د هرات روغیتايي چارواکي زیاتوي، چې یاد کسان تر جدي نظارت لاندې دي او معاینات یې کابل ته لېږل شوي دي.

د امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په مرکز او ولایتونو کې د همږغۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړي کمېټې ایجاد او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هیواده وغواړي څو، د افغانانو د ایستلو (دیپورټ) لړۍ ودروي.

همداراز د سوداګرۍ او کرهنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې چې د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د تجارت او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com