امریکايي جنرال ډاکتر عبدالله ته!

ټاکنې د بایللې ویې منه، ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره مرسته نه شي کولی

5 حوت 1398 ساعت 8:17

د امریکا د پوځ یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاکتر عبدالله عبدالله باندې غږ کړي، چې د ټاکنو پایلې ومني ځکه ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره د بریالیتوب مرسته نه شي کولی.


د امریکا د پوځ یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاکتر عبدالله عبدالله باندې غږ کړي، چې د ټاکنو پایلې ومني ځکه ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره د بریالیتوب مرسته نه شي کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز مرستیال متقاعد جنرال جک کېن په خپله ټوېټر پانه عبدالله ته په خطاب کې ویلي،۳۹ فیصده رایې درسره مرسته نه کوي او د انتخاباتو پایلې ومنه.

نوموړي زیاته کړې«عبدالله د افغانستان په انتخاباتو کې د بري ادعا کوې حال دا چې په قطعي ډول یې انتخابات بایللي دي؛ د ۵۰ اعشاریه ۶۴ په وړاندې ۳۹ اعشاریه ۵۲ فیصده درسره مرسته نه شي کولی. څنګ ته شه. ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرواترو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري، نه تفرقې ته.»

دغه امریکایي جنرال پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په کور د ننه عام خلک هم وایي، د ټاکنو بایلونکي ټیمونه باید وروستۍ پایلې ومني او هېواد د بیا بحران ته نه بیايي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 125284

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/125284/

جمهور
  https://www.jomhornews.com